۰

جاپان کې ۷ امریکايي سرتېري لادرکه شوي دي

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
په جاپان کې د امریکا د سمندري ځواکونو ۷ سرتېري د دوه الوتکو تر ټکر وروسته لا درکه شوي دي.
جاپان کې ۷ امریکايي سرتېري لادرکه شوي دي
په جاپان کې د امریکا د سمندري ځواکونو ۷ سرتېري د دوه الوتکو تر ټکر وروسته لا درکه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا پوځ ویلي تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دې الوتکو څنګه ټکر کړی خو په وینا یې تر ټکر وروسته د سمندري ځواکونو ۷ سرتېري لادرکه شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا یوه الوتکه ایف اي اتلس جنګي جیټ او بله KC-130 ډوله الوتکه وه چې نورو الوتکو ته تیل ورکوياو په دواړو الوتکو کې اوه تنه سپاره و.

د امریکا پوځ زیاته کړې، چې له لادرکه شویو سرتېرو یو تن موندل شوی، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی، خو د شپږو نورو د موندلو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي