۰
د ولسي جرګې ځینې غړي:

د ټاکنو کمېسیون پارلماني ټاکنو کې د طالبانو اهداف عملي کړي

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د ټاکنو کمېسیون پر مدیریت نیوکه وکړه او وايي دغه کمېسیون همغه اهداف تر سره کړي، چې طالبانو د ټاکنو د مخینوي لپاره کول.
د ټاکنو کمېسیون پارلماني ټاکنو کې د طالبانو اهداف عملي کړي
د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د ټاکنو کمېسیون پر مدیریت نیوکه وکړه او وايي دغه کمېسیون همغه اهداف تر سره کړي، چې طالبانو د ټاکنو د مخینوي لپاره کول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن دوشنبې مرغومي ۱۷ مې په غونډه کې و ویل، چې کمېسیون په درغلیو او فساد کې ډوب دی او د کمزوري مدیریت له امله تر درې میاشتې ځنډ وروسته هم د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان نه دی بریالی شوی.

دوی تور پورې کړ، چې کمېسیون په دې همدې کمزوري مدیریت سره د ولس پر رایو ملنډې وهلې، ټاکنې یې بحران ته بېولې او باید ټول غړي او لوړ پوړي کارکوونکي یې محاکمه شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحیم ایوبي و ویل، د ټاکنو کمېسیون او ځینو درغلو نوماندان کټ مټ د وسله والو مخالفینو اهدافو ته په ټاکنو کې د عمل جامه وراغوستې ده.

د هغه په وینا طالبانو، د پاکستان، روسیې او ایران پر مټ د ټاکنو د تر سره کېدو مخینوی کولو ولې بریالي نه شول، خو کمېسیون یې په فساد او درغلۍ دغه ملي پروسه له ناکامۍ سره مخ کړې ده.

نوموړي و ویل«کمېسیون له درې میاشتې ځنډ وروسته لا تر اوسه لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړې، ټول کمېشنران او لوړ پوړي کارکوونکي یې باید له درغلو نوماندانو سره یو ځای محاکمه شي.»

ایوبي زیاته کړه چې په ټاکنو کې د حکومت په لاس وهنې سند نه لري، ولې د کمېسیون غړو ځینې نوماندان په ۵، ۱۰، او ۲۰ زره ډالرو په بدل کې بریالي اعلان کړي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي امان الله پیمان هم و ویل، کمېسیون په دې ټاکنو د افغان ولس او امریکا چې ځان افغانستان کې دموکراسۍ ملاتړی بولي وشرماوه.

د هغه په وینا په تخار کې له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې خلکو په ټاکنو کې د درغلۍ له امله لارې تړلې او په بدخشان کې هم ورته حالت دی، خو کمېسیون سترګې ښکته اچولې او ځان نه ښوروي.

پیمان و ویل«د کمېسیون رییس، غړي او ټول لوړ پوړي کارکوونکي باید په ټاکنو کې د کړې رسوايۍ له امله په دار وځړول شي.»

د ولسي جرګې غړي حمیدزی لالي بیا وایي، کمېسیون هڅه کوي، د حکومت انتصابي استازي ولسي جرګې ته د ننه کړي.

نوموړي و ویل، که حکومت غواړي په راتلونکي پارلمان کې طالبانو ته ځای خالي پرېږدي نو دغه کار هم باید د ټاکنو له لارې وکړي، نو په خپل سر او غیر قانوني ډول.

دغه راز په ولسي جرګه کې د ټاکنو په اړه د تخار، بغلان، بلخ، هرات، او کندهار ولایتونو استازو هم اندېښنه څرګنده کړه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي