۰

کونړ کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
سیمه ییز چارواکی وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکی وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د کب ۲۳ مه د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، چاودنه د راډیوګانو جوړلو په یوه دوکان کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دی.

د هغه په وینا وژل شوي او ټپیان ټول عام خلک دي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاد وړ دی.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم شوی او نه یې هم مسوولیت چا پر غاړه اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي