کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې د دغه ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسیون مشر نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو دغه مهم او کلیدی کس په ګلران ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی طالب صدام نومېږي او د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، صدام پرون د کهسان او غوریان ولسوالیو تر منځ د دشت چهارسو په سیمه کې د پولیسو په یوه کمین کې تر ټپي کېدو وروسته ونیول شو.
وزارت زیاته کړې، چې صدا په هرات کې په ګڼو ترهګرو بریدونو او په ځانګړي ډول د نظامي افرادو په ترور کې لاس درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل