سیمه ییز چارواکی وایي، هلمند ولایت کې یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان او که د بهرنیو ځواکونو ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښې تېره شپه د (غبرګولي ۳مه) د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، تر اوسه معلومه نه ده، چې چورلکه د افغان پوځ او که د بهرنیو ځواکونو ده.
عمر ځواک زیاته کړې، چې چورلکه له منځه تللې او ټوله عمله یې ژغورل شوې ده، خو تر اوسه د چورلکې د لوېدو لامل نه دی معلوم شوی، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:هلمند