کابل کې د امریکا سفارت تایید کړې، چې سفیر جان بس د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کابو ۲۹ میلیون ډالرو د ورکړې اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بس د افغانستان د ټاکنو لپاره د بودجې پر نهايي کېدو خوښي ښودلې ویلي، دي، چې امریکا به نېږدې ۲۹ میلیون ډالر ورکوي، چې د ټاکنو عملیاتي کارونه پرې وشي.
په ورته وخت کې د امریکا سفیر دا هم ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوازې بودجه مهمه نه ده، بلکې نور ډېر مهم کارونه هم شته چې د انتخاباتو نه وړاندې باید وشي.
د هغه په وینا وزارتونه او اړوند ادارې باید په ګډه کار وکړي چې انتخابات وشي. کمیسیون باید اضافي کار کوونکي استخدام کړي او هم د رای ورکوونکو لیستونه خپاره کړي او د بایو میټریک د استعمال لپآره هم باید کسان وروزل شي.
کابل کې د امریکا سفیر دغه راز ویلي، چې د ټاکنو د څارونکو ډلو د هلو ځلو ننګه به هم کوي تر چې دغه ټاکنې په شفاف او ښه ډول وشي.
د امریکا سفیر له افغان ټاکنو سره د مرستې اعلان پر داسې مهال کوي، چې د افغان حکومت کابینې پرون په خپله ناسته کې د ټاکنو لپاره ځانګړې شوې بودجه تایید کړه.
که څه هم ارګ د ځانګړې شوې بودجه په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و، افغان حکومت د ولسمشریزه ټاکنو لپاره ۹۰ میلیون ډالره بودجه ځانګړې کړې ده.
د کابینې په غونده کې ولسمشر غني د تلې یا میزان په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدا حتمي بللې ټینګار یې کړې، چې هېڅ ډول مادي خنډ باید د ټاکنو پر وړاندې راپورته نه شي.
ولسمشر ټاکنې او سوله یو د بل بشپړونکي بللي او ویلي یې دي، چې حکومت پر دواړو پروسو جدي کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل