د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت یو کارکوونکی رابرت سي اوبراین د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خوښ دی، چې اوبراین د خپل ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکي.
د ټرمپ په ټوېټر لیکل شوي« خوشحاله یم چې رابرت سي اوبراین چې اوس مهال د اختطاف شویو امریکایانو د خلاصون په چارو کې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي، د ملي امنیت مشاور په توګه معرفي کوم.»
باید و ویل شي، چې ټرمپ تېره اونۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ځینو اختلافونو له امله له دندې لرې کړی وو.
ویل کېږي بولټن له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ نه کاوه او دغه راز یې د نړۍ په کچه د امریکايي ځواکونو شتون ټینګار کاو نو ځکه ټرمپ له دندې لرې کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل