دا په زړه پورې ده ۰
د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
مالیې وزارت سږ کال ۱۶۰ میلیارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي
د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې عوایدو څخه ۶۶ میلیارده افغاۍ د ګمرکاتو او ۹۴ میلیارده نور د عوایدو له لارې د دولت خزانې ته راغلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال له ملي بودیجې څخه ۳۱۸ میلیارده افغانۍ لګېدلېؤ چې د ټولې بودیجې ۷۱ اعشاریه ۷ سلنه تشکیلوي او دا ارقام د تېر کال په پرتله ۲۴ اعشاریه ۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي.

دغه راز مالیې وزارت ویلي،د پراختیايي بودیجې مصرف هم سږ کال تر اوسه پورې ۹۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی چې ۶۲ سلنه جوړوي.

د مالیې وزارت د عادي بودیجې مصرف هم د ۱۳۹۸ کال له پیله تر اوسه ۲۲۶ میلیارده افغانۍ ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
https://jomhornews.com/vdcjaveviuqe8oz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته