۰
مشرانو جرګه د نوماندانو شورا ته:

د موقت او یا مشارکتي حکومت غوښتنه خیال، خوب او لېونتوب دی

سی شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
مشرانو جرګه د ولسمشرۍ د ځینو نوماندانو دغه غوښتنې، چې ټاکنیزه پروسه باطله ده او کډ یا موقت حکومت د رامنځ ته شي وایي، نوماندان دې د موقت یا ګډ حکومت خوبونه له سترګو لرې کړي.
د موقت او یا مشارکتي حکومت غوښتنه خیال، خوب او لېونتوب دی
مشرانو جرګه د ولسمشرۍ د ځینو نوماندانو دغه غوښتنې، چې ټاکنیزه پروسه باطله ده او کډ یا موقت حکومت د رامنځ ته شي وایي، نوماندان دې د موقت یا ګډ حکومت خوبونه له سترګو لرې کړي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ۱۲ مې په عمومي غونډه کې و ویل، د موقت حکومت خبره هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې ټاکنې ستونزې ولري خو په وینا یې ټاکنې په سمه توګه تر سره شوې او  کار مخ ته روان دی.

هغه د ولسمشرۍ د ځینو نوماندانو همدې غوښتنې ته غبرګون کې و ویل«دغه غوښتنه خیال دی، خوب دی او لېونتوب دی.»

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار هم ورته څرګندونې وکړې زیاته یې کړه، چې د نوماندانو له خوا د مشارکتي او یا موقت حکومت مطرح کول د هېواد په ګټه نه دي.

ښاغلي اېزدیار و ویل« د موقت حکومت غوښتنه زهر دي، او ځینې نوماندان غواړي، چې پر خلکو یې تحمیل کړي.»

د هغه په وینا نه شي کېدای چې ټول نوماندان دې په ټاکنو کې بریالي شي، نو ځکه باید د خپلې ناکامۍ د منلو جرآت په یوه دیموکراتیکه پروسه کې ولري.

ځینو نورو سناتورانو هم د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو له خوا د مشارکتي یا موقت حکومت غوښتنه نه یوازې د اساسي قانون خلاف وبلله، بلکې ویې ویل، تاریخ ثباته کړې، چې موقت حکومته له ویجاړۍ، ورانۍ او تخریب پرته هېواد ته بله ګټه نه ده اړولې.

سناتورانو ټینګار وکړي، چې ټول نوماندان او انتخاباتي ټکټونه باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته اجازه ورکړي، چې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي او دوی یې د هم ومني.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار پر ټاکنو کمېسیون غړ وکړ، چې د قانون او اصولو سره سم د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ښاغلي مسلم یار و ویل، چې نوماندان باید د ټاکنو پایلې ومني او نور نه باید د پایلو په ځنډولو سره د افغانستان په خلکو پسخند و وهي.

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د نوماندانو شورا په یوه ناسته کې د ټاکنو پر سر د راولاړو شویو ستونزو د حل په موخه د مشارکتي حکومت د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا لخوا د ملي مشارکت حکومت د تشکیل غوښتنه هوايي، سرسري او له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپله ټویټر پانه دغو نوماندانو ته په ځواب کې ویلي، د ولسمشرۍ نوماندان د خلکو پرېکړې، ارادې او هغه مقام ته ولس نوماندانو ته ورکړی دی، په احترام قایل شي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې، افغانانو په ټاکنو کې د ګډون له لارې وښودله چې د جمهوري نظام تداوم غواړي او شاته نه ګرځي، فلهذا د نوماندانو طرحه هوايي، سرسري او له اساسي قانون سره په صریحو ټکو په ټکر کې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي