۰
د هلمند او کندهار اوسېدونکي:

طالبان او حکومت دې د کجکي برېښنا نه سیاسي کوي

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۰
د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکو له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د کجکي برېښنا د نه سیاسي کوی او پر وړاندې یې د ستونزې نه جوړوي.
طالبان او حکومت دې د کجکي برېښنا نه سیاسي کوي
د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکو له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د کجکي برېښنا د نه سیاسي کوی او پر وړاندې یې د ستونزې نه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی وايي له تېرو لسو ورځو راهیسې طالبانو پر هلمند او کندهار د کجکي برېښنا بنده کړې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړدي.

د دغه مدني فعالان وایي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د کشمکش له امله دغه برېښنا په شپو شپو پرې کېږي چې له امله یې عام وګړي او عامه فابریکې زیانمنېږي.

دوی پر دواړو لورو غږ کړی چې برېښنا او عامه تاسیسات دې د خپلو سیاسي فشارونو لپاره نه کاروي او عام وګړي دې خپل ژوند او کاروبار ته پرېږدي.

د هلمند د برېښنا مسؤلین وایي د کجکي فابریکه او زمینداور سب سټیشن سیمو مواصلاتي لارې د حکومت او طالبانو له لورې تړل شوي دي چې د بریښنا کار کوونکي نشي کولای د بریښنا ستیشنونو ته ځان ورسوي.

د برېښنا شرکت رئیس وحیدالله علیزي وايي،  د برېښنا دغو ستېشنونو ته د تګ راتګ لار باندې طالبانو بندیز لګولی او د هغوی لخوا پر ځانګړې شوې لار بیا د حکومت له لورې اجازه نه ورکول کېږي.

د یادونېده، چې د کجکي یرېښنا فابریکې څخه د هلمند او کندهار ښارونو ۹۷۰۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي