۰

په غزني کې غورځېدلې مسافر وړونکې الوتکه امریکایي ده

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د امریکا دفاع وزارت او د غزني سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې په غزني ولایت کې غورځېدلې مسافر وړونکې الوتکه د امریکا اړوند ده.
په غزني کې غورځېدلې مسافر وړونکې الوتکه امریکایي ده
د امریکا دفاع وزارت او د غزني سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې په غزني ولایت کې غورځېدلې مسافر وړونکې الوتکه د امریکا اړوند ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه E-11A ډوله مسافر وړونکې الوتکه چې د امریکا پوځیان او استخباراتي کارکوونکي یې لېږدول پرون دوشنبې د سلواغې ۷ مه مازیګر څلور بجې د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ په سدوزو کلي کې غورځېدلې ده.

په لومړي سر کې داسې راپورونه و، چې الوتکه د اریانا افغان هوایي شرکت اړوند ده او په کې سپاره ۸۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی خو وروسته اریانا شرکت دغه راپورونه په مکمل ډول رد کړل او ویې ویل، چې د دوی کومه الوتکه نه ده لوېدلې.

له دې وروسته د غزني والي وحیدالله کلیمزي و ویل، چې د ده یک په سدوزو کلي، کې لوېدلې الوتکه بهرنۍ ده، خو په دې اړه چې د کوم هېواد ده او مرګ ژوبله یې څومره ده معلومات نه لري.

والي و ویل، چې د پېښې د پلټنې او معلوماتو لپاره سیمې ته د افغان ځواکونو پلاوی لېږل شوی دی او وروسته په معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري و ویل، چې یاده الوتکه د وسله والو طالبانو کنټرول لاندې سیمه کې غورځېدلې او د پېښې ځای اوس د طالبانو له خوا کلابند شوی دی.

خو وروستي راپورنو کې تایید شوه، چې دغه E-11A ډوله مسافر وړونکې الوتکه امریکایي ده او د امریکا پوځیان او استخباراتي کارکوونکي یې لېږدول.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تائید کړه چې یوه پوځي الوتکه یې د افغانستان په غزني ولایت کې غورځیدلې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لگیټ د جنورۍ په ٢٧ د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دغه الوتکه طالبانو ویشتلې ده.

هغه وویل چې د دغې الوتکې د پرزیدلو د انگیزې په اړه پلټنې روانې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې ددغې الوتکې څخه د مخابراتو او د جگړې په میدان کې د امریکایي ځواکونو ته د اطلاعاتو د شریکولو لپاره کار اخیستل کېده.

خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه الوتکه دوی په تکتیکي ډول ویشتي او راغورځولې ده.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې په الوتکه کې څو تنه سپاره و او څومره وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي