سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې یو کس خپل خسر، خواښې او اوښی د چړې په ګذارونو سره وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د سلواغې ۸ مه د شپې ۱۲ بجې د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د ششص کوتی په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت وایي، دغه کس د شپې د خپل خسر کور ته ورغلی، خسر، خواښې، او اوښی یې د چاړې په ګذارونو سره وژلي دي.
نوموړې زیاته کړه، چې دغه کس خپله مېرمن او د خسر د کورنۍ دوه نور غړي ټپیان کړي هم دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او په لومړنیو پلټنو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم، خو پولیس وايي، دوی پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:بغلان