کورنیو چارو وزارت بغلان ولایت کې د داعش د یوه کلیدي او مهم غړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پرون شپه (د غوايي ۱۳مه) د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د سید آباد په کلي کې ځانګړي عملیات تر سره کړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د داعش د یوه کلیدي او مهم قوماندان په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، وژل شوی داعش قوماندان مفتي اوزبیک نومېږي، چې د ترهګرو بریدونو طراح او لارښود وو.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې مفتي اوزبیک سره له دې چې د ترهګرو پلاونو طراح و، په منځۍ آسیا کې د داعش ډلې د تسهیل او تمویل مسوولیت هم په غاړه وو.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان پولیسو لاس ته ورغلي دي.
دا لومړی ځل دی، چې امنیتي چارواکي په بغلان ولایت کې د داعش پر ضد د عملیاتو او په کې د داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل