کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار پولیسو په دغه ولایت کې سلګونه کیلوګرامه چاوېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې دغه چاوېدونکي توکي مرکز جلال آباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کشف او نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه امونیم نایتریت ډوله چاوېدونکي توکي په ۱۰۰ بوجیو کې ځای پر ځای شوي و، چې له ۱۴۰ بنډله ثانیه سوز او دوه عرادې موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او دې کس یاد چاودېدونکي توکي په جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې په کور کې دننه ځای پر ځای کړي وو.
دغه وزارت وايي، نیول شوي کس خپل جرم منلی او تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل