۰
ولسي جرګه:

د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه باید د بهرینو استخباراتو لاسونه لنډ کړی شي

دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
ولسي جرګې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو هرکلی او ملاتړ وکړ وايي، په دغه خبرو کې باید د بهرنیو استخباراتو مداخلې نه وي.
د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه باید د بهرینو استخباراتو لاسونه لنډ کړی شي
ولسي جرګې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو هرکلی او ملاتړ وکړ وايي، په دغه خبرو کې باید د بهرنیو استخباراتو مداخلې نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې مشر میر رحمان رحماني د نن دوشنبې وږي ۲۴ مه په عمومي غونده کې و ویل، چې ولسی جرګه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل هرکلی کوي.

ښاغلي رحماني د دغه خبرو پیل د افغانستان او افغانانو لپاره د روښنايي یوه نقطه وبلله او هیله یې وښوده، چې دا مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي تر څو افغان ولس نور د ارام ساه واخلي.

د جرګې رییس وايي، د دوی تمه دا ده، چې دواړه لوري په ښه نیت او صداقت سره خبرې مخ ته یوسي او په کې له غیر ملي او ډلیزو غوښتونو ډډه وشي.

دغه راز رحماني و ویل، چې په دغه مذاکراتو کې باید د بهرنیو استخباراتو د شوراګانو او هغه بنسټونو د مداخلو مخنوی وشي، چې  غواړی دا مذاکرات ناکام کړي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه«له دې مذاکراتو باید د بهرنیو استخباراتو لاسونه په مکمل ډول لنډ شي.»

د ولسي جرګې رییس وايي، جرګه به د ملي حاکمیت د تمثیلوونکي بنسټ په توګه د سولې له دغه پروسې هېڅ ډول همکاري او مرسته ونه سپموي.

په ورته وخت کې د جرګې ځینو نورو استازو بیا د سولې د روانو مذاکراتو او سولې پروسې په اړه متفاوت نظرونه درلودل.

د هرات استازي نذیر احمد حنفي ټولو ته د سولې مبارکي ورکړه ویې ویل داسې روغه جوړه، چې ټول په کې د ارام ساه واخلي تل دې راشي.

د هلمند استازي شېر محمد اخندزاده بیا د دواړو لورو څخه وغوښتلو چې د سولې روان مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسوي، ستونزې حل او جګړې ته د پای ټکی کېږي.

هغه و ویل«د سوله د افغانستان د خلکو لومړۍ اړتیا ده، نه یوازې  انسانان، بلکې بوټي، حیوانات او ټول موجودات سولې ته اړتیا لري، دواړه لوري باید لومړی پر اوربند موافقه وکړي.»

په جرګه کې د کندهار استازي سیداحمد سېلاب د سولې د مذاکراتو د ملاتړ تر څنګ و ویل، چې په خواله رسنیو یو شمېر کسان هڅه کوي، چې دغه مذاکرات او پروسه تخریب کړي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د هغه په وینا په افغانستان کې به داسې کور نه وي، چې قرباني یې نه وي ورکړې، نو باید چې د سولې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

خو په جرګه کې د فراه استازي بلقیس روشن د سولې دغه مذاکراتو ته خوښه نه برېښده ویل یې هغه کسان چې قطر ته تللي هېڅ وخت نه شي کولي د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.

د مېرمن روشن په وینا دا کسان د سیاسي تنظیمونو او تنظیمي رهبرانو، چې خپله اوس زاړه دي او خپل نازولي زامن یې ورلېږلي استازي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې تر څنګ په مذاکراتو کې دواړه لوري خپلواکه نه دي او دا پروسه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کمپایني مبارزه ده.

د یادونې ده، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د تېرې شنبې په ورځ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شوې.

د پیل په پرانست غونډه کې یې د دواړو لورویو د استازو او مشرانو تر څنګ د نړۍ د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو مشرانو او استازو هم ګډون درلود او ټولو په کې په اوربند ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي