۰
محب:

د امریکايي ځواکونو په وتلو افغانستان د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ کېدای شي

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دا هېواد په رښتیا د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ کېدلی شي.
د امریکايي ځواکونو په وتلو افغانستان د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ کېدای شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دا هېواد په رښتیا د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغان دولت هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتوالی نیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکايی ځواکونو په وتلو سره افغانستان د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ کېدای شي، خو په وینا یې افغان دولت په ټول توان په دې هڅه کې دی، چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.

ښاغلي محب ویلي د جګړې په ډګر له افغان ځواکونو د امریکا هوایي ملاتړ خورا مهم دی.

محب دغه راز ویلي، افغان دولت د مذاکراتو د پرمختګ لپاره پوره هڅه کوي او له طالبانو هم غواړي چې په صادقانه ډول خبرې مخته یوسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار پر طالبانو تور پورې کړی دی چې ګوندې دا ډله غواړي افغانان یې حاکمیت ته تسلیم شي.

محب دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر راتلونکي کرسمس پورې له افغانستان څخه د نېږدې ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو و ویل.

خو د ټرمپ تر څرګندونو وروسته د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي د ټرمپ څرګندونې احساساتي او غیر عملي وبللې ویې ویل، چې دوی به شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه وځي.

دغه راز د ټرمپ تر څرګندونو وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې امریکا به له ۲۰۲۰ وروسته هم په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي