۰

افغانستان د جینوا کنفرانس کډون والو سره دوه سندونه شریک کړي دي

سی شنبه ۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د جینوا کنفرانس له ګډون والو سره د افغانستان د دولت له لوري دوه سندونه چمتو او شریک شوي دي.
افغانستان د جینوا کنفرانس کډون والو سره دوه سندونه شریک کړي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د جینوا کنفرانس له ګډون والو سره د افغانستان د دولت له لوري دوه سندونه چمتو او شریک شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر په تازه څرګندونو کې ویلي، لومړی سند په راتلونکو ۵ کلونو کې د افغانستان د دولت د ګډ پلان په اړه دی چې په ۳ محورونو کې تنظیم شوی؛ سوله، دولت جوړونه، د افغانستان د اقتصاد او مارکیټ پیاوړتیا.

د هغه په وینا دوهم سند د حساب ورکولو د متقابل چوکاټ په نوم دی چې په هغه کې د افغانستان د دولت ژمنې او د نړیوالې ټولنې ژمنې درج شوې دي.

تمه کېږي چې په دې کنفرانس کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.

ده زیاته کړې، حکومت غواړي چې په خپل ۵ کلن پلان کې د خپلو خلکو فوري او اوږدمهالې اړتیاوې پوره کړي او د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوړلی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړیواله ټولنه پوهېږي چې له افغانستان سره د مرستو دوام د دوی په ګټه هم دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس پرون دوشنبې د لیندۍ ۲ مه پیل شو، چې نن به هم دوام ولري او نړیواله ټولنه به له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي