۰

کندهار کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي دي
سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، طالبانو پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ یو شمېر کلیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د کندهار یوه امنیتي سرچینه وايي، طالبان د افغان ځواکونو له ځمکني او هوايي کلک ځواب سره مخ شول او ۴۲ تنو ته یې مرګ ژوبله واوښته.

د سرچینې په وینا په دغه عملیاتو کې د یو شمېر پاکستانیانو په ګډون ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، په وژل شویو طالبانو کې پاکستانيان هم شامل دي، چې په وینا یې، شناختي کارډونه یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سرچینې په خبره، په دې نښتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او همدا راز د ۱۵ وسله والو جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.

دغه سرچینې د افغان لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې هم د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ۱۱ د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي