د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمو تر منځ خبرو کې تر وروستي پرمختګ وروسته ټاکل شوې نن د دواړو لورو د ګډې کاري ډلې تر منځ لومړي ناسته وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، په پام کې ده چې نن شنبې د لیندۍ ۱۵ مه مشترکه کاري ډله لومړنۍ ناسته وکړي او خپل کار پیل کړي.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې لومړی موضوع به څه وي، خو د افغان حکومت مذاکرتي ټیم ویلي د دوی لومړیتوب اوربند دی.
خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، دغه ډله له تور لېست څخه د خپلو مشرانو لرې کول او د پاتې کسانو خوشې کول مهم بولي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي هم مني چې اوربند به د مذاکراتو یوه برخه وي خو په وینا یې نور مسایل هم شته چې باید په اجنډا کې شامل شي.
د دې ترڅنګ نن شنبې کابل کې هم د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړی ناسته پیل شوې ده او دغه ناستې ته ګڼ شمېر سیاسي څېرې رابلل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته د خوښۍ ښودلو تر څنګ ټینګار کړي، چې که د خبرو په جریان کې افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم نه شي خبرې به کومه پایله ونه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیو ویلي دوی هیله لري، چې خبرو کې نور پرمختګ هم وشي او دواړه لوري د تاوتریخوالي په کمولو او یو هر اړخیز اوربند موافقه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل