۰

کابل ښاروال داود سلطان زوی څارنوالۍ ته معرفي شو

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
ولسي جرګې کابل ښاروال داود سلطان زوی جرګې ته د نه حاضرېدو او دغه راز په ښاروالۍ کې د تېروتنو په تړاو ځواب نه ورکولو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړ.
کابل ښاروال داود سلطان زوی څارنوالۍ ته معرفي شو
ولسي جرګې کابل ښاروال داود سلطان زوی جرګې ته د نه حاضرېدو او دغه راز په ښاروالۍ کې د تېروتنو په تړاو ځواب نه ورکولو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرګې څو ځلې کابل ښاروالۍ تالار ته وربللی وو تر څو د وکیلانو پوښتونو ته ځواب ورکړي، خو وايي هغه جرګې ته حاضر نه شو.

له همدې امله د ولسي جرګې د نن چهارشبنې مرغومي ۱۰ مې په عمومي غونډه کې د یو شمېر وکیلانو په وړاندیز او لاسلیک کابل ښاروال څارنوالۍ ته معرفي شو.

د جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، سلطان زوی د چاپېرل ساتنې ته د نه پاملرنې، غیرقانوني لوړپوړیزه ودانیو د جوړېدو، د پرمختیايي پروژو د نه پلي کېدو، په ښاروالۍ کې د غیرمعیاري ټاکنو په خاطر د ځواب ویلو لپاره جرګې ته وربلل شوی و خو هغه په مکرر ډول جرګې ته له ورته څخه ډډه کړې.

د رحماني په وینا په همدې خاطر د جرګې یو شمېر غړو څارنوالۍ ته د کابل ښاروال داود سلطان زوی د معرفي کولو وړاندیز وکړ.

نوموړي تر دې وروسته څارنوالۍ ته د سلطان زوی د معرفي کولو وړاندیز لپاره رای اچونه وکړه، چې د رایو په اکثریت سره څارنوالۍ ته د نوموړي د معرفي کېدو پرېکړه وشوه.

د ولسي جرګې رییس و ویل، چې جرګې په رسمي ډول کابل ښاروال داود سلطان زوی څارنوالۍ ته معرفي کوي او وروسته له دې یې لاسلیک هم ناچله دی.

باید و ویل شي، چې کابل ښار د تېرې دوشنبې په ورځ هم جرګې ته د ځواب ویلو لپاره وربلل شوی و خو هغه ویلي و، چې په کابینه کې د ګډون له امله نه شي کولی جرګې ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي