۱
نیمروز کې هوايي برید:

خلک وايي ملکیان او چارواکي وايي، طالبان په کې وژل شوي دي

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
نیمروز ولایت کې د افغانو ځواکونو د یوه هوايي برید او په کې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوي، چې ځايي خلک یې ملکیان خو چارواکي یې طالبان بولي.
خلک وايي ملکیان او چارواکي وايي، طالبان په کې وژل شوي دي
نیمروز ولایت کې د افغانو ځواکونو د یوه هوايي برید او په کې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوي، چې ځايي خلک یې ملکیان خو چارواکي یې طالبان بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه ( د مرغومي ۲۰مه) د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه کې شوی دی.

د نیمروز د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر وايي، برید د هستوګنې یوه کور ته نېږدې د طالبانو پر یوه غونډه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو دا چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه جزیات یې ورنه کړل.

په ورته وخت کې د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د ځوانانو استازی زین الله ځواک وايي په دغه هوايي برید کې د ۸ ښځو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هغه په وینا وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

خو د نیمروز والي زمریالي احدي  وايي، برید د طالبانو په یوه مرکز شوی، چې په کې د دغه ډلې د سرې قطعې ۱۲ جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د نیمروز ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی استول شوی دی.

تر اوسه د افغانستان دفاع وزارت او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هلمند کې هم ورته هوايي برید کې د یو شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا شوې وه.

جمهورخبري آژانس:نیمروز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي