۲

د ولسي جرګې د رییس پر کور د ډلیز موټربم برید مخنیوی شوی

پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ته نېږدې سرچینې وايي، چې د نوموړي په کور د یوه ډلیز وسله وال موټر بم برید مخینوی وشو.
د ولسي جرګې د رییس پر کور د ډلیز موټربم برید مخنیوی شوی
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ته نېږدې سرچینې وايي، چې د نوموړي په کور د یوه ډلیز وسله وال موټر بم برید مخینوی وشو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له دغه دغه سرچینو ویلي، درې تنه وسله والو بریدګرو چې په یوه موټر کې سپاره و، غوښتل یې د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني پر کور ډلیز موټر بم برید وکړي.

سرچینو زیاته کړې، چې د رحماني پر کور برید شنډ شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کې په کابل کې هدفي بریدونه ډېر شوي دي.

تر اوسه د جرګې رییس او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د رحماني پر کور د موټر بم برید د مخیوي راپور پر داسې مهال ورکول کېږي، چې کابو میاشت وړاندې د جګړې پر یوه بل غړي خان محمد وردګ موټر بم برید وشو، چې په کې نوموړی سخت ټپي او څو تنو نورو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي