۵

غني د شپږو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره پر سوله خبرې کړې

جمعه ۲۴ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۷
افغان ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر، د متحده عربي اماراتو له ولیعهد، د قطر له امیر او د ترکمنستان له لومړي وزیر سره په جلا جلا توګه تلیفوني کړې دي.
غني د شپږو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره پر سوله خبرې کړې
افغان ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر، د متحده عربي اماراتو له ولیعهد، د قطر له امیر او د ترکمنستان له لومړي وزیر سره په جلا جلا توګه تلیفوني کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني په دې خبرو کې له دوی د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، یادو هېوادونو ډاډ ورکړی چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ دي او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دوی تمه ښودلې چې د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.

خلیلزاد ویلي، ټولو اړخونو ته په کار ده چې د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

د نوموړي په خبره دلته له لسیزو راهیسې د بېلو اړخونو ترمنځ مخالفتونه موجو دي، چې اوس یې د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي.

هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د دښمنیو د پاللو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او په دې توګه دې افغانستان ته دایمي سوله راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي