۰

امریکايي پوځیان تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان څخه وځي

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
امریکايي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې خپل ځواکونه به تر ټاکلې نېټې وړاندې له افغانستان څخه وباسي.
امریکايي پوځیان تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان څخه وځي
امریکايي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې خپل ځواکونه به تر ټاکلې نېټې وړاندې له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا راپور نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورکړی او د امریکا د پوځي چارواکو له قوله زیاتوي، دوی اراده لري، چې د امریکا او ناټو ځواکونه په جولای میاشت کې په بشپړه توګه ووځي.

دغه چارواکو دا هم زیاته کړې، چې دا پرېکړه یې له دې سره سره کړې، چې لا نه پوهېږي له دې بهیره به په څه ډول د ګواښونو د مخینوي لپاره  اقدام کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن خو اعلان کړی و، چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ مې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي، چې وروسته ناټو هم همدا پرېکړه وکړه.

خو نیویارک ټایمز وايي، وروسته له دې چې ولسمشر بایډن د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د پینتاګون چارواکو په دې کار پیل کړ چې تر وسه وسه په لنډ وخت کې د ځواکونو د ایستلو بهیر رالنډ کړي.

چارواکو دغه ورځپاڼې ته زیاته کړې د بایډن له اعلانه وروسته پینتاګون هیله لرلې چې حتي یو سرتېری یې هم په جګړه کې ونه وژل شي ځکه چې که داسې وشي ښايي عام امریکایان پرې غوسه شي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې نور په افغانستان کې عملاً ډېر پوځیان پاتې نه دي ځکه چې اکثره ځواکونه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک په موده کې وایستل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ مسوولینو ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په لړ کې یې تراوسه پورې تر ۲۵ سلنې پورې خپل ځواکونه ایستلي دي.

جمهورخبري آزانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي