۰

فاریاب: د طالبانو په برید کې ۱۵ سرتېري وژل شوي 

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۳
سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو د فاریاب قیصار ولوسالۍ پر امنیه قوماندانۍ په برید کې د پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژلي دي.
فاریاب: د طالبانو په برید کې ۱۵ سرتېري وژل شوي 
سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو د فاریاب قیصار ولوسالۍ پر امنیه قوماندانۍ په برید کې د پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق محمد نوري نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶مه ویلي طالبانو لومړی په امنیه قوماندانۍ د هاموي موټر په واسطه چاودنه وکړه او وروسته یې په ولسوالۍ برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې د پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۳۷ تنه نور طالبانو برمته کړي دي.

دی وايي، اوس هم په ولسوالۍ کې ۳۰ سرتېري د طالبانو له خوا کلابند دي او که مرسته ورته ونه رسیږي ښايي ولسوالي سقوط وکړي.
 
طالبانو هم منلې، چې په قیصار ولسوالۍ کې برید کړی او یو شمېر امنیتی پوستې یې نیولې دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، کابو ۳۰ نظامیان هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.

حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي