د کورنیو چارو وزارت د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ټولو لویو ښارونو کې د شپې له خوا ګرځېدل منع دي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال احمد ضيا ضيا وايي، له کابل، پنجشېر او ننګرهار پرته، په ټول هېواد کې هيڅوک نه شي کولای د ماخوستن له لسو بجو، د شپې تر څلورو بجو پورې وګرځي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې يوازې په کندهار کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديزو و.
جمهورخبري آژانس:کابل