د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د یوه باثباته افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترش دغه څرګندونې د امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې دي.
ګوتیریش زیاته کړې ټول پنځه قدرتونه داسې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې بشري مرستې په کې له ستونزې او تبعیض پرته وویشل شي.
دی وايي، نړیوال قدرتونه داسې افغانستان غواړي چې د نجونو او ښځو حقونو ته په کې درناوی وشي، ټول شموله حکومت ولري او بیا د ترهګرو پټنځای ونه اوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل