۰

پاکستان: له چین سره اقتصادي دهیلز کې افغانستان هم شریکوو

سی شنبه ۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هېواد یې له چین سره په ګډ اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملولو نیت هم لري.
پاکستان: له چین سره اقتصادي دهیلز کې افغانستان هم شریکوو
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هېواد یې له چین سره په ګډ اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملولو نیت هم لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان سفیر دغه څرګندونې له رویټرز سره په مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، له طالب مشرانو سره يې د خبرو عمده برخه د سیمې پر اقتصادي وضعيت را څرخي.

پاکستاني سفير په دې اړه نور څه نه دي ويلي او طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي