دا په زړه پورې ده ۰
د یونان ساحلي ګارد اعلان کړي، چې دوی یوه باروړونکې بېړۍ چې ۴۰۰ افغان کډوال په کې و د یونان سمندر کې ژغورلې ده.
د یونان ساحلي ګارد ۴۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي
د یونان ساحلي ګارد اعلان کړي، چې دوی یوه باروړونکې بېړۍ چې ۴۰۰ افغان کډوال په کې و د یونان سمندر کې ژغورلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونان ساحلي ګارد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، د افغان کډوالو دغه کښتۍ ته یې د یونان په جزیره کې د سمندر څنډې ته کړې ده.

د یونان د ساحلي ګارد ویاند استوشټېډ پرس خبري آژانس ته زیاته کړې، نه شي کولی د دغه کښتۍ د لنګر دقیق ځای په ګوته کړي.

نوموړي دا هم ویلي نه پوهېږي، چې د ساحلي ګارد قوماندان به له دغه کډوالو سره څه وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره سم په سلګونه زره افغانانو له هېواده وتلو او اروپايي هېوادو ته د تللو لپاره وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
https://jomhornews.com/vdcdoo0foyt0of6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته