۰

د رییس الوزرا مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر مخورو سره لیدلي

یکشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۷
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره لیدلي دي.
د رییس الوزرا مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر مخورو سره لیدلي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن یکشنبې د لړم ۳۰ مه له غرمې وروسته شوې او په کې ښاغلي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د امارت غېږه ټولو ته خلاصه ده.

طالب ویاند  ذبیح الله مجاهد د مولوي عبدالکبیر له قوله وايي، د افغانستان اسلامي امارت غېږه ټولو ته پرانیستې ده او ټولو وړ افغانانو ته به د خدمت لپاره زمینه برابره شي.

نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره تر ټولو لومړی شرط د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول بلل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي