۰

د داعش د خراسان څانګې د رهبر پر سر د امریکا او امرالله صالح جنجال

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
وروسته له هغې چې امریکا د داعش خراسان څانګه په نړیوال تور نوملړ او بندیزونو کې شامله کړه، د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د د دغه ډلې د رهبر په اړه د امریکا ادعا رد کړې ده.
د داعش د خراسان څانګې د رهبر پر سر د امریکا او امرالله صالح جنجال
وروسته له هغې چې امریکا د داعش خراسان څانګه په نړیوال تور نوملړ او بندیزونو کې شامله کړه، د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د د دغه ډلې د رهبر په اړه د امریکا ادعا رد کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې ورځې د لیندۍ اوله په یوه اعلامیه کې د داعش د خراسان څانګې د ځینو مشرانو نمونه یاد کړل.

په دغه کسانو کې ثناالله غفاري، سلطان عزیز اعظم او مولوي رجب نومونه اخستل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا ثناالله غفاري له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان کې د داعش مشري پر غاړه لري.

په هغه استخباراتي معلوماتو کې، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې له ملګرو ملتونو سره شریک کړل شوي دي ویل کېږي غفاري له کابله د باندې پلانونه طرحه کوي، او وسله وال یې د کابل چاپېره پټې شبکې جوړې کړې دي.
 
خو د امریکا له دې ټولو معلوماتو سره د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا دا معلومات ناسم بللي دي.

ښاغلي صالح پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې غفاري د داعش مشر نه دی، بلکې د حقاني شبکې غړی دي، چې وړاندې د امنیت ملي تر تعقیب او څار لاندې هم وو.

نوموړي زیاته کړې، ثناالله غفاري یو مسلکي انجینر دی، چې کورنۍ یې پاکستان کې ژوند کوي او ملي امنیت د هغه د خپلوانو څخه چې د کابل شکر دره کې اوسېږي مرکې کړې او هغوی ورته ویلي، چې غفاري د داعش مشر نه دی.

په ورته وخت کې ځینې داسې ادعاوې هم کېږي او پر خواله رسنیو ځینې کارتونه ښکته پورته کېږي، چې ګڼې غفاري د امرالله صالح ګارد وو.

په هغه کارتونو کې چې په خواله رسنیو لاس په لس کېږي په کارت کې لیکل شوي، چې ثناالله په ۱۳۸۹ کابل کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح ځانګړی ساتونکی وو.

خو امرالله صالح په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي