۰

کابل کې لاریون: کنګل شوې پیسې پرېږدۍ او امارت په رسمیت وپېژنۍ

یکشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۵
سلګونو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه لاریون پر مهال له نړیوالې تولنې وغوښتل، چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او کنګل شوې پانګې یې خوشې کړي.
کابل کې لاریون: کنګل شوې پیسې پرېږدۍ او امارت په رسمیت وپېژنۍ
سلګونو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه لاریون پر مهال له نړیوالې تولنې وغوښتل، چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او کنګل شوې پانګې یې خوشې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لاریون نن یکشنبې د مرغومي ۱۲ مه کابل کې وشو، او په کې یې پر افغانستان د امریکا اقتصادي بندیزونه وغندل.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل، چې امریکا دې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه او لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي او اجازه د ورکړي، چې افغانان خپل هېواد جوړ کړي.

دوی په ټینګار سره ویل چې د امریکا د بندیزونو له امله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ترینګلی شوی دی او دلته روان کاروبارونه او سوداګري له ستونزو سره مخ شوي دي.

لاریون کوونکو په افغانستان کې له نوي حکومت ملاتړ کړی دی او تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي