د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې د اسلامي امارت د ځواکونو او تاجکستان پوله ساتو تر منځ په پوله نښته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بخلي وايي، د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د شخړې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او ګاونډي هيواد ترکمنستان ترمنځ کومه ستونزه نشته او که وي هم هڅه یې دا ده چې د ډيپلوماټیکو لارو له طریقه له دوست هيواد سره ستونزې حل کړي.
بلخي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له سیمه ییزو او د نړۍ ټولو هيوادونو سره رغنده او مثبتې اړيکې غواړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکمنستان سفارت هم په دې تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم او یوازې شایعات بللي دي.
د یادونې ده چې مخکې تر دې ځینې رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی وو چې د افغان او ترکمنستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل