۰
الکساندر:

پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی، له افغانستانه یې باید لاس لنډ شي

چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۵
افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد دی او نړۍ یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.
پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی، له افغانستانه یې باید لاس لنډ شي
افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد دی او نړۍ یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکساندر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نړۍ دې د افغانستان له چارو د پاکستان لاس پرې کړي.

نوموړي لیکلي« که چېرته نړۍ غواړي چې سیمه او افغانان په کرار شي نو باید په دغه هېواد کې د پاکستان د ناکامې ستراتېژۍ مخه ونیسي او د دغه هېواد له چارو د اسلام اباد لاسونه پرې کړي.»

الکساندر ټینګار کړی، چې نړۍ باید په افغانستان کې د لوږې او ظلم پای ته رسېدو لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات وکړي.

دغه پخواني کاناډايي ديپلومات وايي، شپږ میاشتې وړاندې امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو افغانستان یوازې پرېښود او افغانان یې سخت کړاو ته یوازې پرېښودل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي