۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه جوړوي

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۸
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه جوړوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما ویلي، دا غونډه سبا چهارشنبې د کب ۱۱ مه د کابل پر وخت ۷:۳۰ بجې پیلږي او رسنۍ کولی شي په ژوندۍ بڼه یې نشر کړي.

سرچینه وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبورا لاینز به یادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا د یوې میاشتې په جریان کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه ده چې تر سره کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي