۰

سیګار: د افغانستان د اقتصادي ودې د پیل لپاره ۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

سی شنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره وايي، په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې د پیل لپاره اته میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
سیګار: د افغانستان د اقتصادي ودې د پیل لپاره ۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده
سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره وايي، په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې د پیل لپاره اته میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار اندېښنه ښودلې، چې افغانستان له سختو ستونزو او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

د سرچینې په خبره دغه هېواد له ستر بودیجوي کسر او همدا راز د نقدو پیسو له کمښت سره هم مخ شوی دی.

سیګار وایي د خلکو د ژغورنو او له دوی سره د ورځني لګښت د شته والي لپاره دوه میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده، خو که غواړو چې په دغه هېواد کې اقتصادي وده بېرته پيل شي نو اته میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

دغه ادارې ویلي، افغانستان له کلونو راهیسې د خپلو لګښتونو لپاره پر نړیوالو مرستو پورې تړلی دی، خو دا چې اوس دغه مرستې لغوه شوې افغانان یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي