۰

کابل کې په ۷ تنو غلو او شراب خوړونکو شرعي حد جاري شو

پنجشنبه ۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۳
د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې تایید کړه، چې کابل کې د غلا او شرابو د پلور او خوړولو په جرم په ۷ تنو حد جاري شو.
کابل کې په ۷ تنو غلو او شراب خوړونکو شرعي حد جاري شو
د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې تایید کړه، چې کابل کې د غلا او شرابو د پلور او خوړولو په جرم په ۷ تنو حد جاري شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سترې محکمې زیاته کړې، چې پرون چهارشنبې د وري ۳۱ مه د کابل ابتدایه محکمه کې ۷ تنه د غلا، شرابو پلورلو او خوړلو په جرم هر یو ۳۵ دور محکوم شول.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تورنو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړل شوه.

دا له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان واک ته رسېدلي دي، لومړی ځل دی چې په جرم تورنو کسانو ته دا ډول سزا ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي