کابل کې چینايي ديپلوماتانو او د افغان حکومت چارواکو خبر ورکړی، چې پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د چین مرستې هم کابل ته راورسېدې.
کابل کې چینايي ديپلوماتانو او د افغان حکومت چارواکو خبر ورکړی، چې پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د چین مرستې هم کابل ته راورسېدې.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین په مرسته بار دوه الوتکې نن سه شنبې د چنګاښ ۷ مه کابل ته رسېدلې او چارواکو ته توکي سپارل شوي دي.
کابل کې د چین سفارت وايي، دا له زلزله ځپلو افغانانو سره د چین حکومت د مرستندویه توکو لومړۍ جوپه ده، چې کابل هوايي ډګر ته ورسېده او د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شوه.