۰
د مالیې وزرات:

له پاکستان سره د ډبرو سکرو هېڅ تړون نه لرو، د هر ټن بیه ۲۰۰ ډالره ده

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۹
وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د ډېرو غوښتنه وکړه، د افغانستان د مالیې وزارت وايي، افغان حکومت له پاکستان سره د ډبرو سکرو د صادراتو هېڅ رسمي تړون نه لري.
له پاکستان سره د ډبرو سکرو هېڅ تړون نه لرو، د هر ټن بیه ۲۰۰ ډالره ده
وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د ډېرو غوښتنه وکړه، د افغانستان د مالیې وزارت وايي، افغان حکومت له پاکستان سره د ډبرو سکرو د صادراتو هېڅ رسمي تړون نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مالیې وزارت نه یوازې د پاکستان سره د ډبرو سکرو برخه کې د تړون خبره رد کړې، بلکې د ډبرو سکرو بیه یې هم دوه برابره پورته اعلان کړې ده.

د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې وروسته به د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د هر ټن بیه د ۹۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰ امریکايي ډالر وي.

اعلامیه کې ویل شوي، په نړیوال بازار کې د ډبرو د سکرو بیې لوړې شوې دي او د افغانستان د ګمارکاتو قانون او د قیمت ګذارۍ د کړنلارې سره سم د مالیې وزارت رهبرۍ د ډبرو سکرو د بیې د لوړولو پرېکړه وکړه.

سرچینې ټینګار کړي، چې د سکرو بیه کې به دا لوړوالی سر له نن سه شنبې د جون د ۲۸ څخه د هېواد په ټولو ګمرکونو کې عملي وي.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې ده چې د ډبرو د سکرو له صادراتو څخه دا مهال ۳۰ سلنه ګمرکي محصول اخیستل کیږي.

په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت برهان وایي، پاکستان ته هره ورځ ۱۰ تر ۱۵ زره ټنه د ډبرو سکاره صادریږي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې دوی د ډبرو له سکرو څخه د کاله ۹۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي.

دغه وزارت هم تایید کړې، چې له پاکستان سر د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې هیڅ رسمي تړون نه لري، او ټول صادرات د آزاد بازار له لارې تر سره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دوه ورځې وړاندې په یوه مهمه اقتصادي غونډه کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

په دغه غونډه کې شهباز شریف ته و ویل، چې که له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات زیات شي نو پاکستان ته به د کابل ۲.۲ میلیارد ډالر ګټه ورسېږي.

شهباز شریف دغه راز دا سپارښتنه هم وکړه، چې وروسته له دې د د ډبرو سکار له افغانستان څخه د ډالرو پر ځای په پاکستاني کلدارو واخستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي