د یوې ناوې او زوم په ګډون لسګونه هغه افغانستان د پاکستاني ملېشو له منګلو راخوشي شول، چې څو ورځې وړاندې نیول شوي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناوې او زوم د خپلو کورنیو له غړو سره یو ځای څو ورځې وړاندې د بلوچستان په شېراني سیمه کې د پاکستاني ملېشو له خوا نیول شوي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د بر وطن دغه افغانان پرون ماښام د دوی په هڅو د پاکستاني ملېشو څخه راخوشي شوي دي.
ښاغلي پښتین زیاته کړې، د بر وطن هغه افغانان چې له څو ورځو راهیسې په ږوب سیمه کې بندیان وو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ږوب د ملګرو او د ږوب د وکیلانو په هڅو خوشې شول.
خو په ورته وخت په کوټه کې د افغانستان قونسلګري وايي، دا ډله افغانان د دوی د هڅو په نتیجه کې راخوشې شوي دي.
د شېراني سیمې مرستیال کمېشنر اعجاز جعفر ډیوې راډیو ته تایید کړې وه، چې د نیول شویو افغانانو په ډله کې ۳۷ ښځې، ۲۷ ماشومان او پاتې نارینه دي.
دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په خاطر نیول شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل