۰
سراج الدین حقاني:

د القاعده هېڅ غړی په افغانستان کې حضور نه لري

چهارشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې شتون رد کړی دی.
د القاعده هېڅ غړی په افغانستان کې حضور نه لري
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې شتون رد کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني ویلي، القاعده په افغانستان کې هېڅ پوځي ځواک نه لري او دغه شبکه اوس نړیوال امنیت ته ګواښ نه دی.

ښاغلي حقاني یوې هندۍ شبکې ته په افغانستان کې د القاعد حضور رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د القاعدې هېڅ غړی په افغانستان کې پوځي حضور نه لري او دغه شبکه له افغانستان څخه د سیمې هېوادونه نشي ګواښلی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له داعش سره په جګړه کې دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو ولاړ هم دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، اسلامي امارت له نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د داعش په اړه پر کړیو ژمنو ولاړ دی او د دې ډلې پر ضد يې ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي حقاني په افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور د رد خبره پر داسې مهال کوي، چې امریکا ادعا کړې، چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې الظواهري د یکشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو په یوه ډرون برید کې و وژل شو او په دې سره عدالت تامین شو.

د افغانستان اسلامي امارت کابل کې د امریکا د ډرون برید پخلی کړی خو وايي، هغه کور چې برید پرې شوی هېڅوک هم په کې نه و.

اسلامي امارت د امریکا دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د دوحې د تړون او ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي