۰

کابینې د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو برخلیک لپاره یو پلاوی ټاکلی

چهارشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۳
د افغان حکومت کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ټاکلی دی.
کابینې د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو برخلیک لپاره یو پلاوی ټاکلی
د افغان حکومت کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي ته نده سپارل شوې، چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي کابینې تېره ورځ د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارله چې د دې ادارې او د ریاست الوزرا د مقام لوی ریاست ګډ پلاوی دې یاده موضوع وڅېړي او راټول کړي معلومات دې له خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې د یادو ادارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو حکومت د روان کال د مرغومي په څلورمه د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغوه کړل او ویلي یې وو چې د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي