۰

کارته سخي کې جګړه، امنیتي ځاکونو یو کور کلابند کړی دی

چهارشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۴
په داسې حال کې، چې په خواله رسنیو ویل کېږي د کابل ښار د کارته سخي په سیمه کې جګړه روانه ده، د کابل امنیه قومانداني وايي، دوی یو کور کلابند کړی دی.
کارته سخي کې جګړه، امنیتي ځاکونو یو کور کلابند کړی دی
په داسې حال کې، چې په خواله رسنیو ویل کېږي د کابل ښار د کارته سخي په سیمه کې جګړه روانه ده، د کابل امنیه قومانداني وايي، دوی یو کور کلابند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدراڼ وايي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند کارته سخي ټاور کې چاڼیز عملیات درلودل، چې له یوه کور څخه برې ډزې وشوې.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد کور د امنیتي ځواکونو تر کلکې محاضرې لاندې دی او چاڼیز عملیات دوام لري.

د امنیه قوماندانۍ ویاند خلکو ته ډاډ ورکړي، چې تشویش دې نه کوي او ژر به دغه ځایه تصفیه شي.

ځدراڼ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

خو په خواله رسنیو ویډیوګانې ښکته پورته کېږي، چې د ډزو غږونه په کې راځي.

په کارته سخي کې دا پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې اهل تشیع د محرم مراسمو لمانځل پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي