۰

برېښنا شرکت له برېښنا وارېدونکو هېوادونو سره مو اړیکې ښې شوې

پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۶
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له هغو هېوادونو سره يې اړيکې خورا ښې شوې چې دا مهال ترې برېښنا را وارديږي.
برېښنا شرکت له برېښنا وارېدونکو هېوادونو سره مو اړیکې ښې شوې
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له هغو هېوادونو سره يې اړيکې خورا ښې شوې چې دا مهال ترې برېښنا را وارديږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بريښنا شرکت عملياتي رييس صفي الله احمدزي ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وويل چې د تېرو جګړو له کبله د افغانستان د برېښنا سکتور ته د پام وړ زيانونه اوښتي.

خو په وينا يې چې سره له دې هم د هېواد ۳۸ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې یوازې ۲۲ سلنه يې په کور د ننه توليديږي او پاتې ۷۸ سلنه برخه يې له وارداتو پوره کيږي.

د برېښنا شرکت چارواکو ویلي، تېر يوه کال کې يې ۲۴.۸ ميليارده افغانۍ عوايد را ټول کړي، د برېښنا د توليد داخلي کمپنيو او ګاونډيو هېوادونو ته يې د برېښنا له درکه ۱۵۱ ميليونه ډالره تاديه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي