د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، له ایران سره د اوبو په اړه هېڅ راز نوې هوکړه نه رامنځته کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر په تازه څرګندونو کې ویلي له ایران سره د اوبو په تړاو هغه هوکړه د عملي کېدو وړ ده چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران خپله ټوله حقابه تر لاسه کړې ده او له دغه هېواد سره د نوې هوکړې هېڅ امکان نشته دی.
دغه افغان چارواکي ویلي دوی له ایران سره د پخوانیو هوکړو پر بنسټ عمل کوي او په دې تړاو د افغان حکومت دريځ واضح دی.
ښاغلی عمر وايي، له ایران سره هر ډول مذاکراتو ته تیار دي، خو له خپل حق نه تېرېږي او نه به هم د نوو هوکړو لاسلیک ته غاړه کېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل