۰
ملایعقوب:

دا به د امریکا به ګټه وي، چې افغان حکومت په رسمیت وپېژني

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امنیت تر ډېره برید تامین شوی دی او دا به د امریکا په ګټه وي، چې نوی افغان حکومت په رسمیت وپېژني.
دا به د امریکا به ګټه وي، چې افغان حکومت په رسمیت وپېژني
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امنیت تر ډېره برید تامین شوی دی او دا به د امریکا په ګټه وي، چې نوی افغان حکومت په رسمیت وپېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې د امریکا له این پي آر رادیو سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان کې سل په سلو کې امنیت ټینګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا به د امریکا په ګټه وي که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه د ده په وینا افغانستان بل رژیم نه لري چې تعامل ورسره وکړي.

دښاغلي یعقوب په وینا امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل ناممکن کار دی ځکه د امریکا خلک د دې اقدام مخالفت کوي.

خو ښاغلي مجاهد زیاتوي، که دا رښتیا وي، نو دی د امریکا له خلکو څخه غوښتنه کوي چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي