د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، پاکستان او هندوستان ته د افغانستان د تازه مېوې صادرات روان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه خونې مسوولین زیاتوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
سرچینه زیاتوي، که د روان کال ترپایه صادرات په همدې ډول ترسره شي، نو ښايي د هېواد بزګر او د تازه میوې سوداګر به د تازه میوو دا فصل په منظم ډول سره صادر کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، سږ کال پاکستان هم د افغان صادراتو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي.
بل لور ته بیا د افغانستان د تازه میوې صادرونکي وايي، د تیر کال په پرتله د خټکیو محصولاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.
د دوی په وینا د بزګر مصارفو ته په کتو لا هم د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دي او مناسب مارکېټ لا هم د افغانستان تازه مېوې ته نه دی پيدا شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل