د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پنځو شل اوریزه لوبلړۍ د ترسراوي لپاره ایرلنډ هېواد ته تللې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان لوبډله پرون جمه ایرلنډ ته روانه شوې او د لوبو کوربتوب به ایرلنډ لوبډله کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د دې سفر موخه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو لوبو ترسره کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري او انشاالله چې پایله به یې ښه وي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ د اګست په نهمه نېټه پیلېږي او د اګست تر ۱۷مې نېټې پورې دوام کوي.
د یادونې ده، چې پنځه واړه لوبې د ایرلنډ په بلفاست ښار کې پلان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل