ایران کې یو ځل بیا د اوبو موضوع توده شوې او تازه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ایران د خپلو اوبو یو څاڅکی هم ګاونډیو هېوادونو ته نه بښي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حسین امیر عبدالهیان دغه څرګندونې د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې کړې دي.
نومړي ویلي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي.
عبدالهیان وايي، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.
ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړې دي.
افغان لوری وايي، چې د ایران سره د اوبو موضوع له کلونو پخوا حل شوې او دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق آبې ته ژمن دي.
جمهورخبري آژانس:کابل