۰

شمالي وزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۵
د پاکستان پوځي چارواکو تایید کړې، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په یوه بمي چاودنه کې د دوی ۱۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شمالي وزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان پوځي چارواکو تایید کړې، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په یوه بمي چاودنه کې د دوی ۱۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چاودنه پرون دوشنبې د زمري ۱۷ مه د شمالي وزیرستان په سیمه کې شوې ده.

دغه چارواکي ویلي، د پوځ موټریز کاروان له میرانشاه څخه د بنو پر لور روان و، چې په لار کې چاودنه پرې شوې ده.

دې چارواکي زیاته کړې، چې په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي، درې پوځیان او څلور ملکي وګړي، چې په پوځي کاروان کې روان و، ټپيان شوي دي.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي